By In مقاله ها

ژوند څنګه ښکلی کړو؟

لیکوال: محمد اياز عظيمي د ماسټرۍ برنامې زده کړيال

هر انسان په خپل ذهن کې د خپل راتلونکي لپاره يو انځور لري، چې ددغه انځور په جوړولو سره خپل ژوند پرمخ بيايي. د هر انسان د ذهن انځور د هغه د شخصيت، اوصولو او چلند ښکارندويی کوي. زموږ او ستاسې دغه انځور زموږ او ستاسې د ژوند مسري مالوموي چې څه وکړو او پر کومه لار ولاړ شو

ددې انځور موښه داده چې انسان خپل ټول امکانات او وړتیاوې پر کار واچوي او خپلې موخې ترلاسه کړي. په ژوند کې بدلون ممکن او شونی دی، تر څو چې بدلون ونکړو تر هغې خپلو موخو ته نشو رسیدلای. بريالي انسانان تل په ژوند کې ځان منظموي او حرکت پيلوي او کله چې منظم حرکت پيل کړي موخو ته رسېږي. د ژوند ټول کړاوونه او ستونزې په حقيقت کې هغه زده کړې دي چې مو او تاسې ترې ګټه پورته کوو او ځانونه پرې جوړوو

ژوند کې ويره او شک له موږ او تاسې خوښۍ اخلي او زموږ او ستاسې د پرمختګ مخه ډب کوي. په لوړ باور او پر څښنت تعالی باندې توکل سره بايد حرکت وکړو او هر قسم ويره له زړه وباسو. ژوند مينه ده او هر کله چې موږ او تاسې مينه زده کړه نو بيا له نورو سره هم مينه کولای شو او کله د کايناتو سره ښکلې اړيکې ټينګې کړو نو ژوند به ژوند شي. هر کله چې موږ او تاسې د ژوند د اوصولو څخه سرغړونه شروع کړو او په غلطو او منفي افکارو سره د ژوند د اصلي مداره ووځو، نو بيا ژوند سختېږي، شېبه په شېبه مو بيا خلق تنګېږي او بالاخره د ژوند د خوږ نعمت څخه بې برخې کېږو

د ژوند په هکله حمزه بابا بیا وايي

بد لیږي رابد لیږي په خپل ځان کې رنګ په رنګ

دانه چـــې چـیرته تللــی یا راغـــلــی دی ژونــدون

حمزه بابا وایي، “چې زه خو ژوند تل قایم او په یو حال ګڼم. په ژوند کې چې کوم تغیر راځي دا د شیانو تغري دي؛ ځکه چې شيان عني ژوند نه دي؛ دا خو د ژوند مظاهر دي او د ژوند تعلق خو د شيانو سره نه دی. دا خبره سمه نه ده چې ژوند لاړ یا راغي. اصل کې ژوند په روح پورې مربوط دی. همدغه روح دی چې دغو، شيانو ته اتصال او انفصال ورکوي. ژوند داسې نه دی چې ددغو، شيانو د یو ځای کیدو څخه ظاهر شي او یا ددغو عناصرو دخوریدو له وجهې ژوند ختم شي. دې مادي جسم ته که کوم تغري راځې همدغه روح دی چې محرک يې دی. که محرک ماده وي نو ماده خو تل متغیره وي؛ نو د هغې سره د خپل ځان واک نه وي د بل به څه محرکه پاتې شي

لنډه دا چې که موږ وغواړو خپل ژوند په اسانه سره ښکلی کولای هم شو او بدرنګ هم، ټول هغه شیان او کړنې چې ژوند پرې ښکلی کېږي زموږ په ولکه کې دي او زموږ وس پرې بر دی، نو پدې اساس ویلی شو چې ژوند ښکلی دی، په خپل ژوند کې قناعت وکړئ او د ژوند کولو خوند واخلئ

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *