By In Uncategorized

څنګه کولی شو انګلیسی ژبه زده کړو

لیکوال: عبدالباسط کروخیل د ژورنالیزم او عامه اړیکو ډیپاړټمنټ محصل

ملګرو تاسو چې د مقالې په لوستلو یې پیل کړی ، یقینا د انګلیسي زده کړې کې بوخت یاست. شاید تاسو مختلف صنفونه تجربه کړي وي یا د ماشومتوب راهیسې د انګلیسي ژبې د بیلابیلو ټولګیو کې مو برخه اخسیتی وي . موږ تاسو ته بلنه درکوو چې دا مقاله تر پایه ولولئ ترڅو پوی شئ چې څنګه موږ کولی شو له ټولګي پرته انګلیسي زده کړو. کله چې موږ پر انګلیسي په سمه توګه خبرې وکولی شو ، نو موږ کولی شو په اسانۍ سره د نړۍ له نورو خلکو سره اړیکه ونیسو او موږ د خپلو اړکو ، افکارو او تجربو لړۍ پراخه کړو.  زما په اند انګلیسي ژبه په ټوله نړی کی د اړیکو لپاره ترټولو نږدې او غوره وسیله ده. انګلیسي ژبه د نړیوالې ژبې په توګه پیژندل شوې ده ، که چیری تاسو غواړئ لومړی انګلیسي زده کړئ تاسو باید په لنډ مهاله یا اوږود مهاله کې د انګلیسي ژبې زده کړې ته ژمن اوسئ. د مسلم کورس استاد ياسر الهاشمي په دې اړه داسې توصیه کوي او وایي، انګلیسي ژبه یو علم نه دی دایواځې یوه ژبه ده او دا ژبه ډیره آسانه ده .  هغه په دې اړه څو وړاندیزونه هم کوي چې موږ یې باید تعقیب کړو:

۱ : خپل قاموس ته وده ورکړئ (په ورځ کې لس ټکي یا 5 حروفونه باید حفظ کړو).

۲  : خپل ګرامر ته وده ورکړئ (په ځانګړي ډول د زمانی ټول ډولونه زده کړئ).

۳:  فعلونه او استعمالول باید په سمه توګه کې زده کړئ (تیر ، اوسنی ، راتلونکي).

۴: ستاسو باید خپل اوریدل پیاوړي کړئ یعنی د انګلیسی ژبې محاورې ، خبرونه واورئ او فلمونه هم وګور

۵ : په انګلیسي یې ولیکئ : یوه موضوع غوره کړئ او په اړه یې په انګلیسي کې ولیکئ. بیا یې ولولئ.

 ۶: نوی لغوته په جملو کې استعمال کړی .

‍ ۷: انګلیسي ناولونه او کتابونه ولولئ.

 ۸: په ورځني ژوند کې انګلیسي وکاروئ .

۹: یو هدف وټاکئ: په یاد ولرئ چې ولې تاسو د انګلیسي زده کړې پریکړه کول خورا مهم دي.

د انګلیسي زده کړې لپاره ځینې ځانګړي اهداف په لاندې ډول دي: په ټافل یا IELTS کې ځانګړې نمرې ته رسیدل.

۱۰: د شیشې مخې ته په خپل غږ تمرین وکړئ (یا خپل غږ ثبت کړئ ترڅو معلومه کړئ چې څه غلط دي.

 ۱۱: ګرامر د هرې ژبې یوه ترټولو مهمه برخه ده باید دیر وخت ګرامر ته ورکړئ.

۱۲: بل چا سره خبرې وکړئ: یو څوک ومومئ چې ورسره خبرې یعنی خپلو ملګرو سره څوک چې په دې موضوع کې علاقه لري.

 ۱۳: خپل ځان سره په انګلیسی خبرې وکرئ او خپل تول نوټونه او پلانونه په انګلیسي باید جوړ کړئ.

 ۱۴: تل صادق او خپل هدف ته ژمن اوسئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *