By In Uncategorized

پر ځان مو باور ډېر کړئ!

لیکوال: عبدالباسط کروخیل د ژورنالیزم او عامه اړیکو ډیپاړټمنټ محصل

پر ځان باور کول په حقیقت کې بریالیتوب ته د رسېدو لومړنی ګام دی. که چیرې پر ځان اعتماد ونه لرﺉ، په کارونو کې به بریالیتوب ګران وي. مخکې له دې چې پر ځان باور وکړﺉ، باید لومړۍ ځان وپيژنئ او په دې باید پوه شﺉ چې څنګه به خپلو موخو ته رسیږئ. که  چیرې غواړئ پر ځان باور ولرئ، نو د خپل شخصیت لوړې او ټیټې مو تجربه کړئ. په سوداګریزه نړۍ کې په خپل ځان باور(Personal Confidence) په ډېرو بحث شوو او څیړل شوو موضوع ګانو کې یوه موضوع ده چې هڅه او انګیزه یې مهم بحث دی.

لاندی څو ټکی درسره په پوره غور ولولی:

۱: پر مخ مو مسکا خپره کړی: مسکا تر ټولو ښه عادت دی او کله چې تاسو يوه مسکا وکړئ نو دا نه یواځې دا چې تاسو ښکلی کوي بلکې تاسو سره ګرد چاپیره ټول خلک د خوښی احساس کوي. خلک جدی او غصه ناک مخ نه خوښوی بلکی داسی خلک خوښوی چی تل پری مسکا حاکمه وی . مسکا په تاسو کې یو موج لرونکی اغیز پریږدي، کوم چی د نورو د خوشالولو سبب هم ګرځي او د نورو خلکو په خوشالولو سره ستاسو پر ځان د باور کچه پیاوړې کیږي چی دا بیا د ښه شخصیت د ودی باعث ګرځي.

۲: تل خلکو ته د مرستی لاس ورکړئ: هغه شخص چی نورو ته د مرستې لاس ورکوئ نو د ډیر مهربانه ضمیر لرونکی به یاست او دا یواځینی شخص به وی چی د ځان په اړه د خلکو ښې هیلې او پرېمانه دعاګانې به راټولوئ.نو د  مهربانه ضمیر لرونکی شی، خلکو ته په مهربانی د مرستی لاس ورکړی او وروسته پر ځان وویاړی .

۳ :له تاسو څخه پورته خلکو سره ځانونه مه پرتله کوی: کله چې تاسو خپل ځان، د داسې کوم چاسره چی هغه در څخه د ځینو علتونو پر اساس په ټولو چارو کې وړاندې و‎ي، تاسو ورسره خپل ځان پرتله کړی نو په تاسې کی یو منفي عنصر پیدا کیږي او هغه منفی عنصر د دا ډول خلکو نه قدردانی کول دي. تل هڅه وکړئ چې له دې ټکو ځان وژغورئ او دا ډول خبرې له خپله فکره وشړئ ځکه که تاسو ځان له داسې خلکو سره پرتله کوئ نو په تاسو کی د هغوی په وړاندی د بې قدري انګیزه ډيریږي؛ په داسې حال کې چې ستاسې بې قدرې کول هغوی ته هیڅ زیان نه شی اړولی نو ژر تر ژره له دې چاری لاس واخلئ او له دې ذهني ناروغۍ ځان وژغورئ او د هر انسان قدر در سره پيدا کړئ ترڅو پر ځان مو باور ډیر شي.

۴: د خپلې راتلونکی لپاره هیله مند اوسی: کله چې تاسې د خپلې راتلونکې لپاره هیله ولرئ او تاسې به یو ډول هڅونه هم حس کوئ او کله چی مو هڅونه حس کړه نو تاسې خپلو هیلو ته په ښه ډول د رسیدو لپاره د ثبات پر لاره له ثبات سره هڅې کوئ.

تل د راتلونکې لپاره سترې هیلې ولرئ او د رسیدلو لپاره ورته بریالي پلانونه پر لاره واچوئ ترڅو هیلې مو په رېښتیا واوړي او راتلونکې ته هیله مندي مو د ځان باور سبب ګرځي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *