By In مقاله ها

بريالي انسانان کوم عادتونه لري؟ 

لیکوال: عبدالباسط کروخیل د ژورنالیزم او عامه اړیکوی ډیپاړټمنټ محصل

 ډېری خلک داسې تصور کوي، چې په ژوند کې د بریا له پاره، ځانګړو شرایطو ( پیسې، امکانات، ملاتړو او نورو … ) ته اړتیا لري، خو د بریالیو کسانو ژوند ته په کتو دا څرګندېږي، چې له هغوی څخه ډېری کسانو یې نه پیسې درلودې او نه هم خاصې ځانګړتیاوې، هغوی یوازې د بریا په راز او رمزونو باندې ځانونه پوه کړل او په ژوند کې یې ترې کار واخیست.

 بیا ځینې کسان په دې اند دي، چې ګواکې ماتې د دوی دښمن دی، خو په اصل کې داسې نه ده. ماتې باید د دې لامل نه شي، چې تاسو له هرڅه لاس په سر شی او هر څه پرېږدی. موږ ته چې ژوند امانت را کړل شوی، هر څه ته الله «ج» قوانين «چوکاټ» ورکړی په دې خاطر چې انسان هغه ټولې اړوندې چارې د دې سبک له اړخه وکړي چې نه ترې په عذاب شي او نه هم ترې پاتې شي.

بریالي انسانان کوم کارونه کوی چی بریا ته رسېږي:

۱: بریالی انسان  د الله (ج) په بې پایه ځواک باندې ایمان لري او له ځان سره دا جمله تکرار وي، چې زه د غوره څیزونو وړتیا لرم او د الله (ج) په مهربانۍ سره به هغو ته ورسېږم.

۲: ماتې ته د پرمختګ د لامل په سترګه ګوري: بریالی انسان نه یوازې د لارې په اوږدو کې له هغو ماتو او تېروتنو څخه نه ډارېږي، کومې چې ډډه نه شي ترې کېدای، بلکې په خوا یې ور خوځېږي، په داسې حال کې، چې ډېری کسان له ماتې او له هغې څخه را ولاړ شوي، شرم او دغه راز د بریا په لاره کې د ډېر لګښت له ورکړې څخه وېرېږي او هڅه کوي، چې مخه یې ونیسي، بریالي کسان پوهېږي، چې تېروتنې له موږ سره مرسته کوي، ترڅو وپوهېږي، چې کوم کار نباید ترسره کړي او بریا ته د رسېدو په لاره کې کومو تجاربو ته اړتیا لري.

۳: بریالی انسان تل خلکو ته د مرستې لاس ورکوي: هغه شخص چې نورو ته د مرستې لاس ورکوي نو د ډیر مهربانه ضمیر لرونکی وي او یواځینی شخص به وی چې د ځان په اړه د خلکو ښې هیلې او پرېمانه دعاګانې راټولوي.

۴:- بریالي انسان  ته دا  مهمه نه ده، چې په اړه نور خلک څه فکر کوي ریچارډ پي فینمن وايي: «دا زما مسوولیت نه دی چې زه باید د خلکو په خوښه ژوند وکړم او څه چې هغوی فکر کوي، زه یې باید وکړم او دا هم زما مسوولیت نه دی چې زه باید هغسې واوسم، چې دوی یې غواړي. دا د دوی خپله تېروتنه ده، نه زما».

۵: بریالي انسانان تل د خپلې راتلونکې لپاره هیله مندوي: کله چې تاسې د خپلې راتلونکې لپاره هیله ولرئ او تاسې به یو ډول هڅونه هم حس کوئ او کله چی مو هڅونه حس کړه نو تاسې خپلو هیلو ته په ښه ډول د رسیدو لپاره د ثبات پر لاره له ثبات سره هڅې کوئ.

۶: بریالي انسانان تل خلکو ته د مرستې لاس ورکوي او تل یې پر شنډو مسکا خوره وي.

 ۷: بریالي انسانان د خپل ځان لپاره، وبلاګ، برېښناليک، وېبپاڼه او داسې نور ادرسونه جوړوي.

۸:  بریالي انسانان ځان پورې اړوندو پېښو يا موخو کې برخه اخلي.

۹: بریالي انسان هغه دی چې له ماتې سره سره لا هم د بریا په هیله ژوند کوي.

۱۰: بریالي انسانان خپلې چارې د اورنۍ لېوالتیا، ژمنتیا، لوړ احساس، او توکل د ارزښتونو پر مټ ترسره کوي.

له پورته لیکلو زموږ هدف دا دی چې موږ او تاسې ټول دا قوت لرو چې په ټولنه کې همداسې ځای خپل کړو، خو په دې شرط چې داسې څه عملي کړو. که یو ځل هم موږ عملي کړ، ځان مو جوړ، نورو ته درناوی او بلاخره ټول ژوند مو منظم کړ، نو بیا به ټول ژوند ددې خوږې مزې له امله همداسې ژوند ته دوام ورکوو او خوند به ترې اخلو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *