By In مقاله ها

! خپل راتلونکی په خپله جوړ کړئ

لیکوال: عبدالباسط کروخیل د ژورنالیزم او عامه اړیکوی ډیپاړټمنټ محصل

د رهبرانو د ژوند په اړه له ۳۳۰۰ څخه ډېرو څېړنو کې د هغوی یوه مشترکه ځانګړنه پيدا شوې ده. دا داسې ځانګړنه ده، چې رهبران یو ډول لرلید لري. او عادي خلک دا لرلید نلري. د بشري تاریخ تر ټولو ستر کشف دا دی، چې له تاسې هغه څه جوړیږي، د څه شي په اړه چی ډېر کله فکر کوئ. رهبران ډېر کله د هغه ځای په اړه فکر کوي، چې غواړي ځانونه ورته ورسوي. عادي انسانان بیا یوازې د اوس مهال د خوندونو او ستونزو په اړه فکر کوي.
: هغه لارې چارې چې موږ کولای شو پرې خپل اصلي هدف ته ورسېږو

الف – د راتلونکي په اړه مو فکر وکړئ: ښه خبره دا ده کله چې تاسې د خپل راتلونکي په اړه فکر پیلوئ، تاسې په حقیقت کې د رهبرانو په څېر فکر کوئ او ژر به د هغوی په څېر پایلې هم ترلاسه کړئ. د راتلونکو کلونو په اړه فکر کول دا د انساني تاریخ يوه له مهمو موندنو څخه ده. یوازې فکر وکړئ!

ب – پنځه کلن پلان جوړ کړئ: په شخصي سټراتیژیکه پلان جوړونه کې هم باید د خپل ژوند له اوږد مهال لرلید څخه پیل وکړئ. په هره برخه کې چې کار کوئ، لرلید ورته وټاکئ. د لرلید په ټاکلو سره تاسو ځانته یوه موخه ټاکئ، چې که هر څه له پلان سره سم پر مخ ولاړل ۵ کاله وروسته به ستاسو ژوند څه ډول وي؟ د هدف ټاکنې پر وړاندې یوازینی خنډ په ځان د باور نشتوالی دی.

ج- عالي او مناسبه جنتري جوړه کړئ: د خپل کار له جنوري تر ډسمبر پورې داسې ډیزاین کړئ، لکه تاسو چې هېڅ راز محدویت نه لرئ. په ورځنیو چارو کې مو بدلون همدا نن پیل کړئ. فکر وکړئ چې ستاسو روغتیا او بدن په هره برخه کې پیاوړي دي.

د – د خپل ژوند تګلاره په خپله وټاکئ: له همدا اوس څخه ځان ته د خپل برخلیک د څښتن په سترګه وګورئ، داسې و انګېرئ چې خپلو موخو ته ژمن او د خپلې لارې ټاکونکي یئ، د تېر وخت د پېښو په اړه چې اوس یې د بدلون امکان نشته فکر مکوئ، د خپلو اهدافو په اړه فکر کول ستاسو د ځواکمنتیا لامل ګرځي.

ذ – عملي پلان جوړ کړئ: وخت ته ارزښت ورکړئ، هغوی چې له وخت څخه سمه ګټه پورته کوي، له خپل ژوند څخه خوښ دي. ورځنی مهال وېش جوړ کړئ، په مهال وېش کې اړینو کارونو ته لومړیتوب ورکړئ او په دوامداره توګه مو مهال وېش کې بدلون راولئ.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *